ليکوال: احسان الله نصيري
افغانستان د نړۍ په تاريخ کې د «امپراتوريو د هديرې» په نوم بلل شوی، د وختونو په اوږدو کې يې د سترو اشغالګرو د زوال منظرې په خپل شنه آسمان کې نندارې ته وړاندې کړې دي.
نه انګرېز وکولای شول چې په دې خاوره کې ځان ټينګ کړي، نه پخواني شوروي اتحاد د دې هېواد پر ټينګو بنسټونو واک وموند او نه هم امريکا له دې ټولو سياسې دسیسو او فريبونو سره په دې توانېدله چې دلته پاتې شي. دا درې واړه ځواکونه په کمه موده کې له سختو ماتو سره مخ شول او په ټیټ سر له افغانستان څخه وووتل.
که رښتيا ووایو، د دې ټولو اشغالګرو پر وړاندې همدا د ايمان او عزت څښتن افغان ولس و چې له لږو امکاناتو سره د حق پر لاره ودرېد، د باطل پر ضد يې مبارزه وکړه او بلاخره يې بريا خپله کړه.
دغه ټولې اتلولۍ او سرلوړۍ د دې لپاره وې چې افغان ولس د اسلامي ارزښتونو وفادار مدافع دی، هېڅ کله به اجازه ور نه کړي چې داخلي يا بهرنۍ کړۍ د دوی ديني بنسټونه له منځه يوسي او پر ځای يې فاسدې او غير اخلاقي طرحې ورباندې وتپي.
همدا وجه ده چې هر هغه آواز او هڅه چې د دين د لوړتيا او اسلام د پياوړتيا پر خلاف وي، له ناکامۍ سره مخ کېږي؛ که هر څومره شور او غوغا ولري، بيا به هم د حق په آواز کې ورک شي.
له کوم وخت راهيسې چې له شل کلن اشغال وروسته افغانستان نوې بڼه غوره کړې او حالت بدل شوی، سرپرست حکومت د اسلامي شریعت له معیار سم اختلافات حل او پرېکړې وشوې، ځينې له بهر سره تړلي کسان او کړۍ د وطن پرستۍ په پلمه هڅه کوي چې د هېواد اوسنی وضعيت بدنام او تخریب کړي. دوی د رسنيو او تېر ایستونکو بيانونو له لارې غواړي توجه جلب کړي.
احمد مسعود د احمدشاه مسعود زوی او د مقاومت جبهې مشر په دې وروستیو کې ادعا کړې چې ورځ تر بلې نور کسان د دوی ليکو ته ور اضافه کېږي او د طالبانو پر ضد یې نغاره غږولې.
نوموړی وايي: «د خلکو اراده او غوښتنه د طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره پياوړې شوې.» او زياتوي: «هره ورځ د خلکو د همکارۍ پيغامونه ما ته رسيږي.»
نوموړی د خپلو سياسي تبليغاتو د مشروع ښودلو لپاره د «خلکو» له نوم څخه ناوړه استفاده کوي؛ خو دا لا معلومه نه ده چې هدف يې کوم خلک دي!؟ له کوم ادرسه خبرې کوي!؟ آيا دا هغه خلک دي چې نن د خپل آزاد او خپلواک هېواد له برکته خوشحال او مطمئن ژوند لري، که هغه محدودې پردي پالې څهرې دي چې د بهرنيو ګټو لپاره کار کوي او د خپلو شخصي منافعو په تمه دي!؟ هغوی چې مخکې يې د فساد، لوټ او قاچاق له لارې شتمني راټولول او اوس چې دا دروازې ورباندې بندې شوې، بيا هڅه کوي د شعارونو او تبليغاتو له لارې د ملت په پر شا سپاره شي او ملي پانګې لوټ کړي!؟
د دې جبهو رهبران چې له داسې خلکو ملاتړ کوي، دوی واقعا د ملت خير غواړي!؟ که يواځې خپلې شخصي موخې تعقيبوي!؟ آيا فکر کوي چې تنها د اختلافاتو او مخالفتونو له لارې خپلو اهدافو ته رسېدلای شي!؟
دا د حيرانتیا خبره نه ده چې نن د افغانستان ولس، له کلونو جګړو او اشغال وروسته د امن او ثبات خوند احساس کړی او د تېرې ګډوډۍ له ورځو کرکه لري.
د همدې لپاره دا عزتمند ملت به هېڅکله له هغو کسانو سره لاس یو نکړي چې د هېواد د بربادۍ خوبونه ويني او نه به د هغه چا څنګ ته ودرېږي چې ناشوني او ناسمې هڅې کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.