امريکايي رسنۍ وايي، هغه افغانان چې د جمهوريت له نسکورېدو وروسته له امريکايي ځواکونو سره امريکا ته تښتېدلي وو اوس باید د یوې اوونۍ په ترڅ کې له دغه هېواده ووځي؛ که نه نو دوی به له جبري شړلو او قانوني اقدام سره مخ شي.
دا خبرداری د امریکا د کورني امنیت وزارت له خوا د برېښنالیک په بڼه امريکا مېشتو افغان کډوالو ته ورکړل شوی دی، او ژر تر ژره د دغه هېواد د پرېښودو سپارښتنه ورته شوې.
په برېښنالیک کې راغلي چې که دا خلک په خپله خوښه له هېواده ونه وځي د امريکا حکومت به یې پيدا او په زوره وشړي.