شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند کي ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورلی دی.د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد ماشوم دوه کاله عمر درلود او تېره شپه د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې ۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و.د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې اوس مهال د یاد ماشوم روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.یادې قول اردو وړاندې ډاډ ورکړی چې د ملي اسلامي اردو ځواکونه په هر ډول حالاتو او شرایطو کې د هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.
د ايران د بهرنيو چارو وياند اسماعيل بقايي: موږ د افغانستان له حکومت سره ډېر تعاملات لرو او په مناسب وخت کې به یې د رسميت پېژندنې پرېکړه وکړو18 اگست 2025