Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»قومي او سمتي تعصب پارولو ته د مخالفینو له هڅو، د ملت تر ایثار او قربانۍ
    تورې څېرې

    قومي او سمتي تعصب پارولو ته د مخالفینو له هڅو، د ملت تر ایثار او قربانۍ

    صابر افغانصابر افغان3 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت مخالفې ډلې په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې له ماتې خوړلو وروسته، هڅه کوي د کډوالو له اوسني وضعیت او مېشت کېدو څخه ناوړه ګټه پورته او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د اختلاف او نفاق اور بل کړي.

    په دې وروستیو کې د افغانستان ګاونډیانو د سرپرست حکومت په وړاندې د فشار په موخه د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړی دی. د اسلامي امارت مسؤلینو د ولس په وړاندې ځانونه مسؤل ګڼلي، د هېواد په بېلابېلو زونونو کې یې د ښارګوټو د جوړېدو پرېکړه کړې ترڅو کډوال له بې‌ سرنوشته حالت څخه وژغورل شي.

    په همدې موخه د هېواد په جنوب، ختیځ، سوېل ختیځ، شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ زونونو کې د ښارګوټو د جوړېدو کار پیل شوی، ترڅو د دې خاورې بچیان له سرګردانۍ او بې‌ برخلیکه حالت څخه وژغورل شي. خو ځینې مغرض کسان او نفاق‌ خوروونکې کړۍ هڅه کوي چې د سرپناه‌ جوړونې روانو هڅو ته قومي رنګ ورکړي او د افغانستان د قومونو ترمنځ درز او بې اتفاقي رامنځ ته کړي.

    دې ناکامو څهرو پخوا هم د خپل قدرت پر مهال، همېشه قومي او نژادي تعصباتو ته لمن وهلې، همدا تعصب او توکم پالنې د هېواد په تاریخ کې د کورنیو جګړو لوی لامل بلل کېږي چې ملت یې ټوټه، ټوټه کړ، کورونه یې وران کړل او د مظلوم ولس په برخلیک یې ناوړه او بدمرغه اغېزې وکړې. اوس چې یې د واک لمن له افغانستان څخه ټوله شوې، یو ځل بیا هڅه کوي چې د نفاق تخم وشیندي او له ملت څخه د یووالي، امنیت او ورورۍ نعمت واخلي.

    د دې پر ځان چې له کډوالو وروڼو سره په دې سخت حالت کې ودریږي او خلک یووالي ته وهڅوي، خلک پاروي چې دې بې کوره هېوادوالو ته د سرپناه له برابرولو سره مخالفت وکړي.

    خو دا روښانه ده چې د افغانستان ولس له یو بل سره د همدردۍ، ایثار او فداکارۍ روحیه لري. افغانان په دې باور دي چې په دې سختو ورځو کې د هېوادوالو لاسنیوی نه یواځې یو انساني مسؤلیت دی، بلکې د ځان لپاره یې یوه ایماني او ملي فریضه ګڼي.

    هغوی په دې پوهېږي چې د کډوالو لپاره په ولایتونو کې د ښارګوټو او مېشت ځایونو جوړول، د خپلو دوستانو او خلکو په وړاندې د مسؤلیت، همدردۍ او ملي احساس له مخې یو اړین ګام دی. څوک چې دا موضوع قومي کوي، د قومونو د یووالي زغم نه لري. دا خلک خپل نوم او ډوډۍ د نفاق او تعصب د اور په بلولو کې ویني.

    خو ولس د دې نفاق‌ خوښوونکو تبلیغاتو تر شا نغښتي اهداف پېژني او پوهېږي چې تر شا یې کومې دسیسې او شوم پلانونه سنجول شوي دي. بناءً د قومي او سمتي تعصباتو پارونه د یووالي د دښمنانو په ګټه هېڅ پایله نه لري او نه دا هڅې د خپلو وروڼو په وړاندې د ملت پاک احساس او اراده کمزورې کولای شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد هېواد د برېښنا تامين له خوب او خيال تر واقعيته؛ بلخ کې د ۲۸ ميليونه ډالرو په لګښت د لمريزې‌ برېښنا جوړولو پروژې چارې پيل شوې
    راتلونکي مقاله اقتصادي معاونیت: تېرکال د ۶۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

    مربوطه لیکنې

    بدنام او منفور دوستم؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره د مسعود انتخاب

    20 جولای 2026

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 24 اگست 2026

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    په افغانستان کې د اسلامي نظام د نوي پړاو له پیل او د اسلامي نظام…

    په پنجشېر کې هېڅ سياسي بندي نشته

    24 اگست 2026

    په حیرتان بندر کې د بې‌کیفیته توکو د دوو محمولو مخه نیول شوې

    24 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    24 اگست 2026

    په پنجشېر کې هېڅ سياسي بندي نشته

    24 اگست 2026

    په حیرتان بندر کې د بې‌کیفیته توکو د دوو محمولو مخه نیول شوې

    24 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،182 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،129 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،248 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.