Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د بهر ميشتو مخالفينو د اختلافاتو دوام؛ مقاومت شوری د احمد مسعود وفادار حضرت علي او اسماعيل خان ولې منزوي کړل؟
    راز

    د بهر ميشتو مخالفينو د اختلافاتو دوام؛ مقاومت شوری د احمد مسعود وفادار حضرت علي او اسماعيل خان ولې منزوي کړل؟

    صابر افغانصابر افغان14 مې 2025۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تېره اونۍ ايران ته د محقق په مشرۍ د مقاومت شوری د پلاوي د سفر په ارتباط په ياده شوری کې د احمد مسعود د يوازيني پاتې وفادار ملګري د غبرګون په اړه هندوکش غږ تازه داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د مقاومت جبهې او د ملي مجمع – مقاومت شوری تر منځ د ژور اختلاف ښکارندويي کوي.

    هندوکش غږ موندلې چې د مقاومت شوری د دې هیئت په ترکيب کې د احمد مسعود سره نږدې او وفادار کسان په قصدي ډول په نظر کې له پامه غورځول شوي او نه دي شامل شوي. همدارنګه په ايران کې موجود د مقاومت په نوم جبهې ځينې وفادار کسان لکه حضرت علي او اسماعيل خان هم له دې جريان څخه لرې ساتل شوي او په پلان شوي ډول د ايراني چارواکو سره د ټولو ليدونو لپاره د مقاومت په نوم جبهې څخه هيڅوک هم نه دي بلل شوي.

    هندوکش غږ په ايران کې د مقاومت جبهې د یو تن مسؤول او تش په نوم د مشرقي شوری مسؤول حضرت علي ته نږدې سرچينو څخه تازه معلومات ترلاسه کړي چې نوموړی د محقق په مشرۍ د ياد سفر څخه ډير سخت ناراضه او غوسه دی.

    سرچينه زياتوي چې حضرت علي د مقاومت شوری يو تن مسؤول يونس قانوني ته په خصوصي ډول خپل اعتراض هم وړاندې کړی دی او له نوموړي يې پوښتلي دي چې د مقاومت شوری د يو غړي په توګه مو دا حق درلود چې په دې جريان خبر شوی وای او يا هم په دې هيئت کې ملګری شوی وای خو دا چې داسې مو ونه کړل له دې معلوميږي چې تاسو زمونږ سره مشکل او اختلاف لرئ. حضرت علي ګيله کړې چې په دې کار سره د خپلو قومندانانو د مسخرو وړ ګرځېدلی او په خبره يې په دوه روپۍ شوی دی.

    د سرچينې په وينا حضرت علي د قانوني سره په تماس کې دا هم ويلي چې د مقاومت شوری دې بې توجهۍ او منزوي کوونکي سياست له امله غواړي په ياده شوری کې د خپل شتون او غړيتوب په اړه تجديد نظر وکړي.

    هندوکش غږ د يادې سرچينې څخه په تر لاسه شوو معلوماتو کې موندلې چې د حضرت علي ملګري په دې کار سره په نوموړي سخت بې باوره شوي دي او تر منځ يې د مخالفينو تر منځ د هغه د لويدلي موقف په اړه ګنګوسې راپيدا شوې دي.

    د معلوماتو په اساس مقاومت شوری دا پرېکړه د ملي مجمع څخه د احمد مسعود د وتلو او پرېکون په غبرګون کې کړې او په قصدي ډول نه غواړي چې احمد مسعود او ورته نږدې کسان نور په خپلو سياسي جرياناتو او قضایاوو کې دخيل کړي.

    د يادونې وړ ده چې د يادو دوه طرفونو (مقاومت په نوم شوری او مقاومت په نوم جبهې) تر منځ اختلافات خپل وروستي حد ته رسېدلي دي چې له امله يې احمد مسعود تصميم نيولی تر څو په تنهايي سره په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې خپل مخالفت ته دوام ورکړي، ځکه په تيرو سياسيونو بې باوره دی او هغوی خپلې ماضي ته په کتو ناکام او له کاره لوېدلي شخصيتونه بولي؛ خو بل‌خوا مقابل جهت احمد مسعود يو کشر، بې تجربې او يو مغرور کس بولي چې په وينا یې په هيڅ صورت کې نشي کولای په تنهايي سره په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې خپله مبارزه او مخالفت کامياب کړي.

    مخکینۍ مقالهد ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ يو پلاوی د کاسا‌زر پروژې په ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روان شو
    راتلونکي مقاله جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه شخړه حل شوه

    مربوطه لیکنې

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو خونړۍ سیالي؛ د سریع له وژنې وروسته څه روان دي؟

    28 دسمبر 2025

    د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    9 سپتمبر 2025

    ۱ څرگندون

    1. نوم م عبیده فراهي on 16 مې 2025 9:16 AM

      زمانظر دادی هغه که دمقاومت اوکه دنوروډلولپاره یي کارکوی دوی په هغه صورت کي ټوله راغوښتل چي بادارانوبه یي دمخه جیبونه ډک کړي ول اوس لکه چي پردوی دډالرو نستي سول نوځکه اوس اختلافات کوي کومي پيسي چي اوس وروکول کیږي هغه که داحمدمسعود دجیب ګوذاره په وسول
      اوبل هغه دجمهوریت خلګ ټوله دپيسوزامن دي اوس دبل زامن دخپلوشخصي ګټولپاره بیاخطاباسي اوګټه به یي دی ته رسیږي

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.