Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د هسپانیا لومړی وزير پدرو سانچز: د اسرائيلو دولت غزه کې نسل وژنه کوي، موږ ورسره سوداګري نه کوو
    منځنی ختیځ

    د هسپانیا لومړی وزير پدرو سانچز: د اسرائيلو دولت غزه کې نسل وژنه کوي، موږ ورسره سوداګري نه کوو

    صابر افغانصابر افغان15 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هسپانیا لومړي وزير پدرو سانچز پرون چهارشنبه په خپلو څرګندونو کې اسرائیلي دولت د غزې د خلکو نسل وژونکی وباله او په وينا یې هېواد یې له داسې يوه دولت سره سوداګري نه کوي.

    د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې سانچز اسرائيل ته په ښکاره ډول د نسل‌وژونکي دولت اصطلاح کاروي.

    دغه راز د هسپانیا د لومړي وزیر دویمې مرستیالې يولاندا دياز هم څو ځله اسرائيل نسل وژونکي بللي او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د مطلق بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

    تر دې وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو هم د اروپایي ټولنې او اسرائیل تر منځ د همکاریو تړون د بیاکتنې غوښتنه کړې وه.

    بارو د یکشنبې په ورځ د فرانسې له يوې راډیو سره په مرکه کې د غزې وضعیت ننګونکی بللی او په وينا یې د غزې خلک د دوامداره محاصرې له امله له قحطۍ او د لومړنيو خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

    نوموړي همدا راز د فرانسې او اسرائيل ترمنځ د اړيکو د بيا کتنې غوښتنه کړې ده.

    د هسپانیا لومړی وزير او د فرانسې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې هالنډ هم د اروپا او اسرائيل ترمنځ د دغه تړون د سمدستي بیاکتنې غوښتنه کړې وه او ویلي یې و، چې اسرائیل غزې ته د مرستو د لېږد په مخنيوي د تړون اصول تر پښو لاندې کوي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان له زندانونو ۵۰ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول
    راتلونکي مقاله د بوئينک‌ شرکت تر ټولو ستر قرارداد؛ قطر له ياد شرکت څخه د ۹۶ ميليارده ډالرو په ارزښت ۲۱۰ الوتکې پېري

    مربوطه لیکنې

    اشغال شوي فلسطین کې یو تاجکستانی تبعه ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی

    2 جولای 2026

    اشغال شوي فلسطین کې یو یهودي خاخام د خپل زده‌کوونکي له لوري وژل شوی

    1 جولای 2026

    په غزه کې د شهید شویو فلسطنیانو شمېر له ۷۳ زره تنو اوښتی

    28 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 جولای 2026

    ملا عبدالغني برادر او مسعود پزشکيان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت ويلي، چې ملا عبدالغني برادر، د ایران د سفر پر مهال…

    اسرائیل د ایراني مذاکره کوونکو د وژلو پلان درلود

    3 جولای 2026

    بهرنیو چارو وزارت دمشق کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې

    3 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملا عبدالغني برادر او مسعود پزشکيان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    3 جولای 2026

    اسرائیل د ایراني مذاکره کوونکو د وژلو پلان درلود

    3 جولای 2026

    بهرنیو چارو وزارت دمشق کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې

    3 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.