Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې
    تبصرې

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    صابر افغانصابر افغان21 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:
    وړمه ورځ د امربالمعروف وزارت سرچینو هندوکش‌غږ ته وویل، چې په کابل کې یې د جادوګرو او ساحرانو هغه خطرناک بانډ نیولی، چې له اوږدې مودې راهیسې په کابل کې فعاله و او د ټولنیز نظم د اخلال، د کورنیو په منځ کې د شدیدو اختلافاتو او ټکرونو د رامنځته کېدو په موخه او دغه راز له عامو خلکو او په ځانګړې توګه له مېرمنو څخه یې د پیسو اخیستلو په بدل کې د سحر او جادو ناوړه کاروبار کاوه. د دغه بانډ غړو هم پر خپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې له دې درکه یې ډېرې پیسې ترلاسه کولې.

    تبصره:
    په افغانستان کې د کورني او ټولنیز نظم د اخلال له ډېرو نورو لارو چارو څخه یوه هم د سحر او جادو لاره ده، چې له اوږدې مودې راهیسې ځینې کړۍ، ډلې او افراد هڅه کوي چې شته کورني نظامونه سره وپاشي، ټولنیز نظم مختل کړي، په ټولنه کې بې باورۍ او دښمنۍ ډېرې کړي او یوازې د یوڅو کسانو لپاره جرمي اقتصادي سرچینه و اوسي.

    دا پدیده هم د ځینو نورو په څېر یو څه پېچلې ده، چې له بده مرغه پخوانیو حکومتونو یې نه یوازې دا چې د مخنیوي لپاره څه ونه کړل، بلکې په یو ډول یې د ترویج هڅه کوله. په افغانستان کې د سحر او جاودو د ناوړه پدیدې له کبله سلګونه او ان زرګونه کورنۍ قرباني شوي، زرګونو کسانو فرېب او دوکه خوړلې او ډېرې کورنۍ یې د غم او دښمنۍ په ټغر کېنولي دي.

    په افغانستان کې د اوسني نظام په راتګ سره، د نورو برخو له نشه‌يي توکو، قیمار، قاچاق، اختطاف، غلا او غصب او نورو جرمونو په څېر جادو او سحر ته هم د جرم او بلکې د لوی جرم په سترګه کتل کېږي او پر وړاندې یې جدي او کوټلي ګامونه اخیستل کېږي.

    په تېرو نږدې څلورو کلونو کې لسګونه او ان ښايي سلګونه کسان د دغه ناوړه پدیدې له کبله د زندان میلو ته اچول شوي او په ټولنه کې د دوی د ډېرو شریرو کارونو او هڅو مخه نیول شوې ده.

    دا پدیده تر نورو ځکه خطرناکه ده، چې له یوې خوا خو کورنی او ټولنیز نظم ګواښي، کورنۍ د غمونو او ویرونو په ټغر کښېنوي، دښمنۍ او بدبینۍ رامنځته کوي، له بلې خوا یې کاروباریانو ته لا ډېر صلاحیت ورکوي، چې قربانیان چې اکثریت ښځینه دي، له هغو لا ډېره ناوړه ګټه واخلي، بلک مېل یې کړي، پیسې ترې واخلي او په ټولنیزو رسنیو د دوی د عکسونو او ویډیوګانو د خپرولو د ګواښ په بدل کې ترې نورې ناوړه غوښتنې وکړي، چې دا په خپل ذات کې ډېرو نورو سازمان یافته جرمونو ته لاره هواروي.

    نو څه ډول چې د دغه پدیدې پر وړاندې حساسیتونه ډېر دي، د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات شوي، نور هم باید دا اقدامات ډېر شي، په ټولنه کې عامه پوهاوی ډېر شي ترڅو خلک دغو ناوړه کاروباریانو ته مراجعه ونه کړي او د دوی د مکر او فرېب په دامونو کې ګیر نه شي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې پر مشر د تیرې ورځې د يارانو چیغه؛ احمد مسعود د خپلو يارانو تر سختو نیوکو لاندې!
    راتلونکي مقاله د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سياسي او اقتصادي ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی

    مربوطه لیکنې

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    27 جنوري 2026

    مولوي عبدالشکور حقاني د هندوستان د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی

    27 جنوري 2026

    پلخمري کې څلور تنه له زرګونه عدده نشه‌يي ګولیو سره نیول شوي

    27 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 جنوري 2026

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    ټولګټو وزارت وايي، چې د ياد وزارت اړوند د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست…

    اسرائیلي رژيم غزه کې د خپل وروستي بندي سرتېري جسد موندلی

    27 جنوري 2026

    احمد الشرع سبا چهارشنبه ولاديمير پوتين سره د ليدنې په موخه مسکو ته سفر کوي

    27 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    27 جنوري 2026

    اسرائیلي رژيم غزه کې د خپل وروستي بندي سرتېري جسد موندلی

    27 جنوري 2026

    احمد الشرع سبا چهارشنبه ولاديمير پوتين سره د ليدنې په موخه مسکو ته سفر کوي

    27 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.