الجزيرې راپور ورکړی، چې په غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکو ویلي، چې د تېرې ورځې دوشنبې له سهار راهیسې په غزه کې د اسرائیلي رژيم په بمباریو کې ۸۱ تنه شهیدان شوي دي.
روغتیایي کارکوونکو له الجزیرې سره په خبرو کې زیاته کړې، چې ۵۳ تنه یوازې د غزې په ښار کې شهیدان شوي دي.
له بل لوري د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د اسرائیل له لوري په غزه کې د جګړې شدت او د مرستو بندښت ټول خلک ډېر اندېښمن کړي او په وينا یې په روغتونونو کې د ناروغانو او ټپیانو د درملنې لپاره روغتیایي وسائل او درمل نه شته.