د امریکا بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې خپلو اتباعو ته د پېچلي امنیتي وضعیت له امله د احتیاط سپارښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د الوتنو لغوه کېدل، د هوايي حریم تړل کېدل او د سفرونو ګډوډېدل ممکن دي.
دغه خبرداری د TravelGov په نوم د امریکا خارجه وزارت اېکپساڼې خپور کړی.
امريکا وایي، حوثیانو له سعودي عربستان سره نښتو کې پر ملکي هوايي ډګرونو او مهمو تاسیساتو بریدونه کړي او د دغه وضعیت د لا پراخېدو احتمال شتون لري.
همداراز یې خبرداری ورکړی، چې ایران او ورسره تړلې ډلې ښايي د امریکا ګټې، سوداګریز شرکتونه او اتباع په نښه کړي.


