د افغانستان برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې شرکت تخنیکي پلاوی د ترکمنستان له تخنیکي پلاوي سره د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لېږد او نورو اړینو پروژو د خبرو لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته په سفر تللی.
د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې، په دې تخنیکي غونډه کې به دواړه خواوې د بنسټیزو پروژو د پرمختګ په ګډون د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي پر لېږد دشت الوان او ارغندي سب سټیشنونو، چې اوسمهال په افغانستان کې تر کار لاندې دي، هر اړخیزې خبرې وکړي.
د دغه سفر تخنیکي ناستې د برېښنا لېږد مزو مهمو پروژو چارو بشپړولو او ګټې سپارنې ته د چمتو کولو برخه کې مهم ګام بلل کېږي، چې د هېواد برېښنا انرژۍ بنسټونو پر ښه والي به د پام وړ مثبت اغېز ولري.