شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، نېکمرغه لوی اختر د لمانځه مراسم په ټول هېواد کې په امن او سولهییزه فضا کې پای ته رسېدلي.د ښاغلي قانع په خبره، په همدې موخه امنیتي ځواکونو په ټول ځواک د هېواد بېلابېلو سیمو کې د خلکو امنیت لپاره ګمارل شوي.کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع زیاته کړې چې، د خلکو خوښي او ارامي یې بنسټیز لومړیتوب دی او د اختر پاتې ورځو کې به د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې لا پراخې کړي.نوموړي ویلي، پولیس ځواکونه له نورو امنیتي ځواکونو سره په بشپړې همغږۍ د هېواد په هر ګوټ کې ستاسو تر څنګ ولاړ دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت معیاري لابراتوار پرانیست9 اگست 2026
د افغان حکومت مشرتابه د پوهنتونونو له مشرانو سره ناسته کې د محصلینو د علمي او ديني روزنې پر پیاوړتیا ټینګار کړی8 اگست 2026