د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې د دغه وزرات د مالي او اداري معین ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ پلاوي د روسیې په نړیوال ډیجیټال کنفرانس کې ګډون او وینا کړې.
ښاغلي الکوزي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، په یاد کنفرانس کې د نړۍ له لسګونو هېوادونو څخه د مخابراتو، ډیجیټل ټکنالوجۍ، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد او ښې حکومتولۍ په برخو کې لوړپوړيو چارواکو، متخصصینو او پانګوالو ګډون کړی و.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیال په دغې غونډه کې د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ په برخه کې په پرمختکونو او یو شمېر ننګونو خبرې کړي دي.