د فلسطین «کتائب المجاهدین» غورځنګ تائید کړې، چې د دې غورځنګ مشر اسعد ابو شریعه د خپلې کورنۍ له ګڼو نورو غړو سره پر غزې د صهیونیستي رژیم په هوایي بریدونو کې شهید شوی.
یاد غورځنګ ویلي، په شهیدانو کې د کتائب الجاهدین بل مهم قومندان او د اسعد ابو شریعه ورور احمد ابو شریعه هم شامل دی.
بلخوا، حماس اسلامي غورځنګ د نوموړي پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د صهیونیستي رژیم جنایتونه به د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره د فلسطیني ملت اراده لا پیاوړې کړي.