شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم سمندري ځواکونو د «مادیلین» نومې کښتۍ چې د غزې لپاره یې مرستې لېږدولې، غزې ته له رسېدو وړاندې نیولې ده.خبر زیاتوي چې کښتۍ کې سپرو ۱۲ تنو ته د اړیکو بندولو امر شوی او وروسته دا کښتۍ د صهیونیستي اسرائیلو اشدود بندر ته لېږدول شوې ده.د یادې کښتۍ په نیول شویو کسانو کې د چاپېریال ساتنې نړیواله فعاله ګریټا ټنبرګ او د اروپايي پارلمان غړې ریما حسن هم شاملې دي.د صهیونیستي رژیم چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان به بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي.بل خوا د حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا اقدام غندلی او ویلي یې دي، چې د مرستو د مخنیوي هڅې د دولتي تنظیم شوې ترهګرۍ څرګنده بېلګه ده.