د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت شينوارو ولسوالۍ اړوند مارکوه سيمه کې د ۲۰۱ خالد بن وليد رضی الله عنه قول اردو د درېيمې پلې لواء منسوبینو لهخوا د عملياتو پر مهال یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، په دغو وسلو او او مهماتو کې دوه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا، پنځوسد ام ۱۶ شاژورونه، زرګونه فيره مرمۍ او ګڼ شمېر نظامي تجهيزات شامل دي.
سرچینې د پوځي چارواکو له قوله لیکلي، چې د دې عملياتو پر مهال چاته زيان نه دی اوښتی. ورته مهال مسئولینو خلکو ته د امن او ثبات ډاډ ورکوي او زياتوي چې هيڅ چاته به د غير قانوني او تخريبي کړنې فرصت ور نه کړل شي.