د بريتانيا د شاهي خدماتو انسټیټیوټ (RUSI) د امريکا او اسرائيل له لوري د ايران پر اټومي تاسيساتو د بريد په اړه په يوه تازه خپره کړې څېړنه کې ويلي، چې امريکا او اسرائيل هېڅ داسې وسله نه لري چې لسګونه متره د ځمکې لاندې د ايران اټومي تاسیسات پرې له منځه يوسي.
سرچينې په خپل څېړنيز راپور کې زياته کړې، چې اسرائیل تر اوسه د ۶ مترو په اندازه د ځمکې ژورو ته تلونکي بمونه لري او حال دا چې د ايران اټومي تاسیسات لسګونه متره د ځمکې لاندې جوړ شوي دي.
ياد انسټیټیوټ همدا راز امريکايي بمونو ته هم اشاره کړې او ويلي یې دي، چې د امريکا تر ټولو پیاوړی بم «جيبييو ۵۷» د ۶۰ مترو په اندازه د ځمکې تل ته د تګ ځواک لري؛ خو د ايران تر ټولو مهم اټومي تاسيسات «فردو» بيا له ۸۰ تر ۹۰ مترو پورې د ځمکې په تل کې جوړ شوي دي چې امريکايي بمونه هم زيان نه شي وراړولی.
ياده دې وي، چې پر ايران د اسرائيلي رژيم په وروستيو بريدونو کې د فردو او نطنز اټومي تأسیسات په نښه شول خو ايراني چارواکي وايي چې د پام وړ زيان یې نه دی ليدلی.