د ایراني رسنیو د راپورونو لهمخې، د دغه هېواد پوځ د صهیونیستي رژیم بله پرمختللې F-35 الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.
راپور زیاتوي، دغه الوتکه د ورامین ښار جواد اباد سیمه کې د هوایي دفاع سېستم لهخوا نسکوره شوې.
ایراني چارواکو له دې وړاندې هم د صهیونیستي اسرائیلو د پنځو جیټ الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی.
تېره ورځ (سهشنبه) هم د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د F-14 جیټ الوتکې د صهیونیستي رژیم F-35 جیټالوتکه نسکوره کړې ده.
د یادونې ده، د امریکا ساخت F-35 جیټ الوتکې چې دا مهال صهیونیستي رژیم پر ایران د بریدونو لپاره کاروي، د نړۍ له پرمختللو جنګي الوتکو څخه شمېرل کېږي چې قیمت یې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر کېږي.