Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په ایران کې د مېشتې مخالفې جبهې خطرناک ماهیت او شوم پلانونه افشاء کېدل
    تورې څېرې

    په ایران کې د مېشتې مخالفې جبهې خطرناک ماهیت او شوم پلانونه افشاء کېدل

    صابر افغانصابر افغان19 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د اشغالګرو له ماتې وروسته، یو شمېر هغه کسان چې ژوند یې د پردیو په غلامۍ کې تېر شوی او تل یې د خیرات لاس د اسلام دښمنانو ته اوږد کړی دی، یو ځل بیا د نوي بادار په لټه کې د لوېدیځ کلیساګانو ته لاړل او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړه.

    د دې مخالفې جبهې یوه بله ډله، د پخواني تنظیم شوي پلان له مخې، چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې یې معاشونه امریکا (د ایران دښمن) ورکول، د اشغالګرو له تېښتې وروسته ایران ته پناه یووړه، خو د ایران دولت چارواکو له کوم ځنډ پرته دوی ته په خپل هېواد کې ځای ورکړ، په داسې حال کې چې خبر نه وو چې دې ډلې تر پرون پورې افغانستان په پیسو پر امریکا پلورلی و او حتی د موساد له مامورینو (برنارډ) سره یې ګډې پروژې لرلې.

    د ایران دولت چارواکو به حتماً په نړۍوالو رسنیو کې لیدلي وي چې تېر کال احمد مسعود له یوه مشهور او باوري نړوال خبریال سره په مرکه کې د اسلام تر ټولو لوی دښمن، یعنې اسرائیلو څخه د افغانستان له حکومت سره د مقابلې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

    که څه هم دا غوښتنه ښايي د ایراني چارواکو لپاره ټکان‌ورکوونکې وي، خو افغان ملت چې د دې مخالفې جبهې له بنسټ او ماهیت څخه خبر دی، پوهېږي چې احمد مسعود په افغانستان کې د ایران د رضا شاه پهلوي په څېر دی، چې دواړه په ایران او افغانستان کې د صهیونیستانو لپاره د پښې ځای او اډې جوړولو هڅې کوي.

    نو د ایران دولت ته د اسلامي امت د یوه بچي په توګه یو ځل بیا وایو چې دا مخالفه جبهه، چې افغانستان یې پر لوېدیځوالو وپلوره او دې خاورې ته یې وفاداري ونه کړه، هېڅکله به د ایران مالګه او ډوډۍ په مېړانه له خپل ستونې تېره نه کړي او ډاډه اوسئ چې په ایران کې دوی ته ځای ورکول په لستوڼي کې د مار روزلو په څېر دي چې په پای کې به خپل روزونکی وچيچي؛ نن تاسو پر ایران باندې د اسرائیلو په برید کې د دې عذاب د لیدو شاهدان یاست چې د صهیونیستانو د جاسوسانو له خوا د ایران په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي.

    نه پوهېږو چې د ایران دولت چارواکو د دوی په اړه استخباراتي قافیه څنګه بایللې ده؛ دا په داسې حال کې ده چې د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌یف، چې د ایران د ملت هم‌مذهبه او هم‌تباره دی، له اسرائیلو سره د اړیکو په جوړولو سره سملاسي د ایران د دولت له سخت غبرګون او د اړیکو له پرېکون سره مخ شو، خو له اسرائیلو سره د دغو کسانو د اړیکو په اړه د ایران له لوري هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی.

    موږ افغان ملت بار، بار ویلي او دا ځل هم اتمام حجت کوو چې دا جبهه د اسرائیلو عوامل دي او په سیمه کې د بني صهیون لپاره د اډې جوړولو په لټه کې دي. غوره دا ده چې دا عناصر یا افغان حکومت ته وسپارل شي او یا له ایرانه وشړل شي، ترڅو د دواړو اسلامي هېوادونو اړیکې تر پخوا ډېرې د دوستۍ او ورورولۍ په لور لاړې شي او د دښمنانو شیطانت شنډ شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکورنیو چارو وزارت: ‏لغمان او هرات ولایتونو کې ۱۵ تنه د وسله‌والې غلا او شخړې په تړاو نیول شوي
    راتلونکي مقاله مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې؛ افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د حکومت د مشرتابه په حکم…

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.