ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ پر صهیونیستي اهدافو د «وعده صادق-۳» عملیاتو په ۲۰م پړاو کې له اوږد واټن ویشتونو توغندیو په استفادې د صهیونیستي رژیم د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه هدف ګرځولي.
د معلوماتو له مخې، په تازه بریدونو کې له یادو مرکزونو سربېره د صهیونیستي رژیم بنګورین هوایي ډګر او د قومندې او کنټرول مرکزونه هم هدف ګرځېدلي.
ایران وایي، دا بریدونه یې د صهیونیستي رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ترسره کړي.
ورته مهال نړیوالې رسنۍ وایي، چې صهیونیستي رژیم پر خپلو پوځي او مهمو اهدافو د ایران شوي بریدونه په کلکه سانسوروي او هیڅ چا ته د انځور اخیستو اجازه نه ورکوي.
د ویلو ده چې، په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپیان شوي او ۲۰ نور تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.