شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې (سرایا القدس) خبر ورکړی چې د حماس غورځنګ له پوځي څانګې (کتائب القسام) سره یې په ګډه د غزې په جنوب خان یونس سیمه کې پر صهیونیستي پوځیانو برید کړی دی.په راپور کې راغلي، چې دا عملیات د هاوان په مرسته ترسره شوي او په یاده سیمه کې د صهیونیستي پوځیانو د تجمع او قومندې مرکز په نښه شوی.ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم غزه کې د کتائب القسام او سرایا القدس په ګډو پوځي عملیاتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بنيامين نتنياهو خپلې کابينې ته خبرداری ورکړی چې ممکن د ايران پر وړاندې د امريکا ملاتړ له لاسه ورکړي10 جون 2026
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، نتنياهو ته: که له ايران سره تاوتريخوالي ته دوام ورکړې؛ نو يواځې به پاتې شې9 جون 2026