Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»خبر»د صهیونیستي رژیم زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د شکنجې نوې پېښې افشاء شوي
    خبر

    د صهیونیستي رژیم زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د شکنجې نوې پېښې افشاء شوي

    عمران آغاعمران آغا15 اکتوبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې اوس مهال شاوخوا ۹ زره او ۳۵۰ فلسطینیان د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې بندیان دي، چې ۳۵۰ ماشومان او ۹۰ ښځې هم پکې شاملې دي. د بشري حقونو بنسټونو په دغو زندانونو کې د شکنجې، لوږې، فزیکي ځورونې او طبي پاملرنې د نشتوالي د پراخوالي راپورونه ورکړي، چې له امله یې لسګونه بندیان په بند کې شهیدان شوي دي.

    انادولو خبري اژانس د «هاآرتص» اسرائیلي ورځپاڼې له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلي رژیم زندان‌ساتونکو فلسطیني بندیان په ربړي یا پلاستیکي مرمیو ویشتي او سخت یې ټپیان کړي دي، په یوه پېښه کې د یوه بندي خصیه د سخت زیان له امله په عملیاتو کې لرې شوې او بل بندي د پښې د مات شوي هډوکي عملیات کړي دي.

    د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلي رژیم په پنځو زندانونو کې د ډزو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. ډېری پېښې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې شوي او په ځینو مواردو کې بندیان له نږدې واټن څخه، پرته له دې چې په زندان کې کومه ګډوډي رامنځته شوې وي، ویشتل شوي دي.

    په تر ټولو سخته پېښه کې، د کتزیوت زندان یو بندي د جون په میاشت کې په خصیه کې ویشتل شوی و. د طبي اسنادو له مخې، د هغه خصیه په بشپړ ډول له منځه تللې وه او ډاکټران اړ شوي چې په عملیاتو کې یې لرې کړي. یوه بله پېښه کې یو بندي د ربړي مرمۍ له لګېدو وروسته د پښې عملیات کړي دي.

    د بشري حقونو بنسټونو د اسرائیلي رژیم له چارواکو غوښتي چې د بندیانو پر وړاندې د دغو مرمیو کارول ودروي، خو د اسرائیلو د زندانونو ادارې د ورته وسلو د بشپړ بندیز غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې کارول یې د عملیاتي اړتیاوو او د ګواښونو د ارزونې له مخې کېږي.

    د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د شکنجې، فزیکي ځورونې، لوږې او د طبي درملنې د مخنیوي په اړه دغه راپورونه یو ځل بیا د اسرائیلي رژیم زندانونو وضعیت او د بندیانو د حقونو د نقض موضوع راپورته کړې ده.

    مخکینۍ مقالهد امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پر ایران د برید د وخت افشا کوونکي باید په ډزو ووژل شي

    مربوطه لیکنې

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پر ایران د برید د وخت افشا کوونکي باید په ډزو ووژل شي

    15 اکتوبر 2026

    د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره کتلي

    14 اکتوبر 2026

    د کابل په استالف ولسوالۍ کې د شریعت د پلي کېدو او ولسي همغږۍ په موخه ولسي غونډه شوې

    14 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 15 اکتوبر 2026

    د صهیونیستي رژیم زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د شکنجې نوې پېښې افشاء شوي

    انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې اوس مهال شاوخوا ۹ زره او ۳۵۰ فلسطینیان د…

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پر ایران د برید د وخت افشا کوونکي باید په ډزو ووژل شي

    15 اکتوبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    15 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د صهیونیستي رژیم زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د شکنجې نوې پېښې افشاء شوي

    15 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: پر ایران د برید د وخت افشا کوونکي باید په ډزو ووژل شي

    15 اکتوبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    15 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.