د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې خبر ورکړی، چې د دې ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي د میشن ایسټ نړۍوالې مؤسسې له مسؤل سبراتادي سره د شاوخوا ۶۹۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړهلیک له مخې، ټاکل شوې چې د تخار ولایت د فرخار، چال او اشکمش ولسوالیو کې ۳۸۰ کورنیو ته د استوګنځایونو د بیارغونې او جوړونې په موخه نغدي مرستې برابرې شي.