
د ایران ایرنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې په غزه کې تازه د صهیونیستي رژیم په بریدونه کې د «فلسطین الیوم» رسنۍ انځور اخیستونکی احمد سلامه ابو عیشه شهید شوی دی.
یاد اژانس ویلي، چې په غزه کې د صهیونیستي رژيم د بریدونو له پیل راهیسې ۲۹۹ تنه خبریالان شهیدان شوي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ کال اکټوبر په ۷ مه پر غزې تړانګې د بریدونو له پیله تر دې مهاله نږدې ۶۰ زره فلسطینیان شهیدان او نږدې ۱۴۰زره تنه نور ټپیان شوي دي.