
د راپورونو لهمخې، د ترکیې کارګر ګوند (پيکېکې) پوځي څانګې نن (جمعه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ترکیې حکومت ته د خپلو وسلو د سپارلو لړۍ پیل کړه.
د المیادین خبري شبکې خبریال راپور ورکړی، چې د پيکېکې یو ډلې څو شېبې وړاندې په رسمي توګه خپلې وسلې سپارلي دي.
ویل شوي، چې د وسلو سپارلو دا مراسم د عراق په سلیمانیه ولایت کې د ترکیي پلاوي په شتون کې ترسره شوي دي.
«پيکېکې» له ۱۹۸۴م کال راهیسې د ترکیې حکومت پر وړاندې وسلهوال مقاومت پیل کړی و او په ترکیه، عراق او سوریه کې یې د کردانو د حقونو لپاره مبارزه کوله.
د یادونې ده، چې یاده ډله د ترکیې، عراق او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېده.