
الجزيرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د غزې په خان يونس سيمه کې د اسرائیلي رژيم د ژغورنې يوه چورلکه رالوېدلې.
سرچينې د چورلکې د لوېدو پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويلي؛ خو په يوه جلا خبر کې یې ويلي چې په سيمه کې جګړه روانه ده او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
همدا راز یې د اسرائیلي رسنيو له قوله بيا ليکلي، چې د غزې په شجاعيه سيمه کې هم د امنيتي پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.