Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې لړۍ پر چټکتيا ټينګار شوی
    افغانستان

    له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې لړۍ پر چټکتيا ټينګار شوی

    صابر افغانصابر افغان16 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو، کار او ټولنیزو چارو، او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو په ګډون له ګاونډیو هېوادونو راستنو شويو کډوالو ته د کارموندنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

    سرچينه وايي، په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر ويلي، چې په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شویو له مهارتونو او زده‌کړو ګټه پورته شي.

    نوموړي زياته کړې، چې د راستنو شويو کډوالو د کاري ظرفیت لوړېدو او د هغوی د نیمګړو زده‌کړو بشپړولو ته دې اړوندې ادارې رسېدنه وکړي، څو راستانه شوي هېوادوال په ټولنه کې د کار کولو وړ وګرځي.

    د کډوالو سرپرست وزیر دغه راز د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو غوښتي چې په خپلو چارو او تړونونو کې دې راستنو شویو کډوالو ته لومړیتوب ورکړي او د کلیوالي اقتصاد پياوړتیا ته دې پام وکړي.

    په یاده ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري ویلي، چې یو شمېر راستانه شوي کسان ادارو ته د دندو په موخه معرفي شوي دي او زياته کړې یې ده «راستانه شوي هېوادوال د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ او همدرانګه په اداري برخو کې د پام وړ مهارتونه او ځیني په دیني او عصري علومو کې د ماسټرۍ تر کچې  زده کړې لري.»

    پر دې سربېره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې دغه وزارت به د خپل پنځه‌ کلن پلان له مخې هر کال زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او راستنو شویو کډوالو ته به د کوچنیو کاروبارونو پر رامنځته کولو تمرکز ولري.

    ښاغلي عزیزي زیاته کړې، سرپرست حکومت د اړتیا وړ ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په واک کې ورکړې چې صنعتکارانو ته به ورکړل شي.

    د معلوماتو له مخې د ناستې په پای کې راستنو شويو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو چمتو کولو په موخه د یادې کمېټې د چارو ګړندۍ کېدو او اغېزناک فعالیت لپاره شوي وړانديزونه وارزول شول او د یو شمېر موضوعاتو په هکله پرېکړې شوي.

    مخکینۍ مقالههندي امنیتي چارواکي: پهلګام کې پر سیلانیانو شوی برید د ای‌اېس‌ای له‌خوا پلان شوی و
    راتلونکي مقاله ډاکټر عبدالواسع: حکومتي ادرو په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي او ښې لاسته‌ راوړنې لري

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.