ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۷/۲/۲ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_افغان او بیلاروسي ډیپلوماټانو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.
۲_محتسبینو تخار کې د یوې اته کلنې یتیمې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې.
۳_امنیتي ځواکونو کاپیسا کې اته تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي.
۴_د عامې روغتیا وزارت: د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د روغتیا ملي پالیسي تصویب شوې.
۵_کندهار کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت ۱۵ سړې خونې جوړېږي.
۶_مولوي اميرخان متقي له خپل ايراني سيال سره په خبرو کې د افغان کډوالو په با عزته ستنولو ټينګار کړی.
۷_امنیتي ځواکونو اروزګان کې د وسلو او مهماتو لویه زېرمه کشف کړې.
۸_کورنیو چارو وزارت: د پغمان ولسوالۍ د مسؤلینو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دښمنۍ پایته ورسېدې.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_په مرستو بار لسګونه لاريو له مصر څخه د غزې پر لور حرکت کړی. - [ ] نړۍ:
۱_د امريکا په میشیګن کې د چړې بريد؛ ۱۱ تنه ټپيان شوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.