شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د صهیونیستي رژیم د امنیتي څېړنو انسټیټیوټ لخوا د یوې خپرې شوې تازه سروې پایلې ښيي، چې د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر حکومت د عامو صهیونیستانو باور ۲۳ سلنې ته راټیټ شوی دی.دغه سروې همداراز په صهیونیستي ټولنه کې پر پوځ او د پوځ پر رهبرۍ هم د عامو صهیونیستانو د اعتماد د کمښت ښودنه کوي.د پورته سروې له مخې دا مهال ۷۷ سلنه صهیونیستان پر پوځ باور لري، په داسې حال کې چې دا شمېره تېره مې میاشت ۸۳ سلنه وه.د صهیونیستي رژیم د امنیتي څېړنو انسټیټیوټ لخوا د ترسره شوې سروې په پایلو کې راغلي، چې ۶۱ سلنه صهیونیستي اتباع پر دې باور دي چې پر غزې د یاد رژیم بریدونه به د صهیونیستي بندیانو د ازادۍ لامل نهشي؛ خو ۲۵ سلنه نور صهیونیستان بیا پر دې باور دي چې پر غزې روان بریدونه به حماس مات او صهیونیستي بندیانو د ازادۍ لامل شي.پر دې سربېره د یاد انسټیټیوټ سروې کې ۵۲ سلنه صهیونیستان د نتنیاهو حکومت د بندیانو د تبادلې هوکړې پر وړاندې د خنډ لامل بولي.سروې ښيي چې ۳۶ سلنه صهیونیستان په غزه کې د بشري ناورین په اړه اندېښمن دي؛ خو په مقابل کې ۶۲ سلنه نور بیا په دې برخه کې کومه اندېښنه نه لري.