Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه
    تبصرې

    د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه

    عمران آغاعمران آغا26 سپتمبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې له ډېورنډ فرضي کرښې څخه د شر او فساد، داعش او پاکستانیو ملېشو د ګډې ډلې را اوښتل او د هغوی نابودېدل دا حقیقت روښانه کړ، چې د افغانستان بهرني او داخلي دښمنان له هېڅ ډول جنایت او دسیسې څخه ډډه نه کوي. دغو شومو تحرکاتو وښودله چې شریر عناصر او د سیمې استخباراتي مهرې پر يوه شریر مېز یو ځای شوي دي، ترڅو اسلامي نظام، امن، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا وننګوي.

    پاکستانۍ ملېشې، داعش ډله او د شر او فساد غړي د ګډ مثلث په توګه د ګران افغانستان او شريفو افغانانو مشترک او قسم خوړلي دښمنان دي. دغه مثلث ثابته کړې چې هدف یې یوازې او یوازې زموږ په پاکه خاوره کې د بې ثباتۍ، وېرې او ګډوډۍ خپرول دي. دوی د خپلو بهرنیو بادارانو په دستور غواړي افغان ملت په خپلو وینو کې ولمبوي او د دې وطن د پرمختګ او سوکالۍ شته هیلې له خاورو سره خاورې کړي.

    د دې خبیث مثلث په سترګو کې له شر او فساده پاک افغانستان، اسلامي نظام، ډاډمن امنیت او رامنځ ته شوی ثبات اغزی دی. دوی نه شي زغملای چې افغانان د پردیو له لاسوهنو خلاص، په امن او خپلواکۍ کې ژوند وکړی؛ همدا ده چې پاکستانی پوځي رژیم يو خوا پر ملکي اهدافو بې موجبه بريدونه کوي او بل خوا د شریرو ډلو او داعشي فتنه ګرو په تسلیح، تمویل او ملاتړ سره غواړي پر کرښه پرتې سیمې ناامنه کړي او د یوې بلې جګړې اور افغانستان ته راوړي.

    په نورستان کې د ځانګړو ځواکونو پر وخت، مېړني او پرېکنده اقدام هم وښودل چې د دې خاورې رښتيني ساتونکي او د رباط اتلان د اسلام له مقدساتو، خپلې خاورې او مؤمنو افغانانو څخه دفاع ته هره شېبه چمتو دي. د دښمن د لسګونو کسانو مرګ‌ژوبله او د پاتې شونو تسليمي د پوځي رژیم او نورو شریرو عناصرو د ذلت، رسوایۍ او ماتې ژوندی ثبوت دی. مخالفين که هر څومره تجهيز وي او د يو شریر ګاونډي له روزنې او تجهیز برخمن وي، بيا به هم د مؤمنو او مجاهدو افغانانو په وړاندې په ګونډو کېږي.

    د افغانستان د باغيرته، مؤمن او مجاهد ملت په توګه دا زموږ شرعي او ملي مسؤلیت دی، چې د دغو مشترکو دښمنانو د شومو دسیسو پر وړاندې په بشپړې هوښیارۍ، یووالي، ځواک ودرېږو. باید پرېنږدو چې پردي استخبارات او د هغوی ګوډاګیان زموږ پاکه خاوره په خپلو ناولو قدمونو ناآرامه کړي. افغان ملت هیڅکله غلامۍ او د پردیو تورې ته سر نه دی ټیټ کړی او نه به یې ټیټ کړي.

    مخکینۍ مقاله۱۰۰ ثانیې خبر

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت ډرامې؛ د ریګستاني تبلیغاتي ویډيوګانې او د هغوی واقعیت

    23 سپتمبر 2026

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    16 سپتمبر 2026

    د مخالفینو ادعاوې او ځمکني واقعیتونه

    14 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 26 سپتمبر 2026

    د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه

    د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې له ډېورنډ فرضي کرښې څخه د شر او…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    26 سپتمبر 2026

    بېړنی خبر: نورستان کې د شر او فساد ډلو ۱۵ غړي نور هم افغان ځواکونو ته تسليم شول او ۵۰ تنو نورو هم د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.

    26 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه

    26 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    26 سپتمبر 2026

    بېړنی خبر: نورستان کې د شر او فساد ډلو ۱۵ غړي نور هم افغان ځواکونو ته تسليم شول او ۵۰ تنو نورو هم د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.

    26 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،195 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.