
د خبر لهمخې، دغه برید د بورکینافاسو په فادانګورما ولایت کې ترسره شوی، چې پر مهال یې لسګونه پوځیان وژل شوي هم دي.
خبر زیاتوي، د القاعدې پوځي څانګې په دې برید کې، یو هاوان توپ، ۵۶ میله پیکا، ۴۷ میله کلاشینکوف، ۲ میله تفنګچې، ۱۶ د مرمیو صندوقونه، ۲۹۴ زېرمې او ګڼ شمېر نور مهمات غنیمت کړي دي.
د القاعدې پوځي څانګې “نصرة الاسلام والمسلمین” په یو بل خبر کې ویلي، چې وسلهوالو یې د مالي هېواد په ګاو ښار کې یې هم پرمختګ کړی.
سرچینې مالي هېواد کې د القاعدې د پوځي څانګې د پرمختګونو په اړه بشپړ جزئیات نهدي وړاندي کړي.