
له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو تېره ورځ (شنبه) لکي مروت ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو بمي برید کړی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې څلور پوځي عسکر وژل شوي او دوه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځایي سرچینې ټینګار کوي، چې له دې سربېره د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې نږدې هره ورځ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوړي.