
د رئيسالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې نمانځغونډه کې ویلي، چې نه کوم بندي لرو او نه د پرديو په اشارو وژل کیږو، يو متحد او قوي نظام لرو.
ښاغلي برادر زیاته کړې، چې ټول افغانان د ازادۍ د ساتلو لپاره بايد یو موټی او متحد شي، تر څو دغه ازادي په پوره معنا وساتل شي.
نوموړي د خبرو پر دوام بهر مېشتو افغانانو ته هم هېواد ته د ستنېدو بلنه ورکړې ده.