شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه ځايي سرچينې هندوکش غږ ته وايي، چې پاکستاني طالبانو نن سهار د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ، لاچي تحصيل په درملک سیمه کې د پوليسو په ګزمې بريد کړی او مرګژوبله یې وراړولې.سرچينه وايي، د بريد په ترڅ کې د پوليسو یو افسر اشفاق چې د حوزې مشر هم و وژل شوی او دوه نور پولیس، یاسر او شفقت ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې په بريد کې د پوليسو دوه موټر هم ویجاړ شوي او پاکستاني طالبان بيا له سيمې روغ وتلي.
د ایران د پارلمان رئيس: باقر قالیباف: د دې جګړې معادله روښانه ده، یا به ټول وي، یا به هېڅوک نه وي23 جولای 2026