Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د استخباراتو لوی رئیس، مولوي عبدالحق وثیق: بهر مېشتې ډلې دې ځانونه د پردیو په نیابتي جګړمارو نه بدلوي؛ د افغانستان د امنیت اخلال ته اجازه نه ورکوو
    افغانستان

    د استخباراتو لوی رئیس، مولوي عبدالحق وثیق: بهر مېشتې ډلې دې ځانونه د پردیو په نیابتي جګړمارو نه بدلوي؛ د افغانستان د امنیت اخلال ته اجازه نه ورکوو

    صابر افغانصابر افغان11 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د استخباراتو ادارې لوی رئیس، مولوي عبدالحق وثیق له الجزیرې سره په مرکه کې دې پوښتنې ته چې: «په بهر کې ځینې وسلوالې جبهې اعلان شوې دي،‌ دا چاره څومره ستاسې داندېښنې لامل ده؟» په ځواب کې ویلي، چې حکومت او ولس د دې خلکو په نیتونو او ارادو ښه پوهیږي، چې غواړي د افغانستان امنیت اخلال کړي، «ولس شل کاله د دې خلکو ظلم او وحشت تجربه کړی دی، د دوی پر وړاندې له خپل نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دی.»

    هغه ویلي، چې افغانستان یو امن هیواد دی، ولس یې امن خوښوي، له لسیزو وروسته افغانستان یو مرکزي حکومت لري او افغانان یې تر شا ولاړ دي.

    ښاغلي وثیق، بهر مېشتو ځینو مجازي ډلو ته په اشاري ویلي، ځینې هغه لوري چې غواړي د افغانستان امنیت اخلال کړي، هغوی دې دا ناکامه ستراتیژي بیا نه تکراروي.

    د استخباراتو ادارې لوی رئیس ټینګار کړی، هغه کسان چې له بهره د جګړې اعلانونه کوي، هېڅ توجه او شرعي منطق نه لري؛ «موږ به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان امنیت اخلال او افغانستان بیرته پخواني حالت ته ستون کړي.»

    ښاغلي وثیق هغوی چې د افغان حکومت په مخالفت کې واقع دي، د عمومي عفوې له ستر فرصت څخه ګټې اخسیتنې ته رابللي او زیاته کړ‌ې یې ده، چې ځانونه دې د پردیو په اجاره په «نیابتي جګړمارانو» بدل نه کړي.

    مخکینۍ مقالهتېرو ۲۴ ساعتونو کې اووه نور فلسطینیان د لوږې له امله شهیدان شوي
    راتلونکي مقاله د استخباراتو لوی ریاست رئیس، مولوي عبدالحق وثیق:د اصلي داعشیانو تر څنګ مصنوعي او پروژه‌یي داعشیان هم شته، چې استخباراتي کړۍ یې د وسیلې په توګه کاروي

    مربوطه لیکنې

    پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد: اسلام‌اباد باید سمه‌ لار غوره کړي که نه نو افغانان به خپل ځواب ورکړي، چې دا به وضعیت لا کړکېچن کړي

    13 مارچ 2026

    افغان ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ پر امتداد د پوځي رژيم يو زرهدار ټانګ له منځه وړی

    13 مارچ 2026

    د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه زیاته شوې

    12 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 13 مارچ 2026

    نامعلومه وسله‌والو لنډیکوتل کې د پاکستاني پولیسو یو افسر هلاک کړی

    ځایي سرچینې وایي، نامعلومه وسله‌والو نن (جمعه) تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې لنډیکوتل…

    اسلام‌اباد کې پر پوځي مرکز د افغان ځواکونو ډرون برید ۱۵ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي

    13 مارچ 2026

    د پاکستان پوځ پخوانی لوړپوړی پوځي افسر عادل راجا: افغانستان د کندهار او کابل د پېښو ځواب په بریالیتوب سره په کوهاټ او اسلام‌اباد کې ورکړ

    13 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نامعلومه وسله‌والو لنډیکوتل کې د پاکستاني پولیسو یو افسر هلاک کړی

    13 مارچ 2026

    اسلام‌اباد کې پر پوځي مرکز د افغان ځواکونو ډرون برید ۱۵ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان کړي

    13 مارچ 2026

    د پاکستان پوځ پخوانی لوړپوړی پوځي افسر عادل راجا: افغانستان د کندهار او کابل د پېښو ځواب په بریالیتوب سره په کوهاټ او اسلام‌اباد کې ورکړ

    13 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.