
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې، د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسي مسوده تایید شوې ده.
سرچينې ویلي، د دې پالیسۍ هدف د ملي او نړۍوالو معیارونو پر بنسټ د معدني موادو د پروسس زمینه برابرول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جذب، د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د سوداګرو لپاره د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاوې او په هېواد کې د کاري فرصتونو ایجاد بلل شوی دی.
همدارنګه، د اقتصادي معاونیت په دغه غونډه کې د هېواد په مهمو بندرونو کې د لابراتوارونو د یو کمپلکس جوړولو طرحه هم تایید شوې ده.