Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»څلور کاله؛ متحد افغان حکومت او شیندلي جبهات
    لیکني

    څلور کاله؛ متحد افغان حکومت او شیندلي جبهات

    صابر افغانصابر افغان22 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو څلورو کلونو کې، یعنې له ۲۰۲۱م کال را په دې خوا، د افغان حکومت د ننه عمومي صف متحد او تر یوې قوماندې لاندې ولاړ پاتې شوی. پوځي، اداري او فرهنګي تشکیلات د واحد مرکز تابع او امر منوونکي لاس په نامه ولاړ دي او د خپل مشرتابه پر وړاندې یې د اطاعت روحیه ورځ تر بلې لوړاوی مومي. ټول مهم تصمیمونه یې د مشرتابه او رهبرۍ په خوښه نیول کېږي؛ د یوې عقیدې او لیدلوري درلودلو د اطاعت فضا پیاوړې ساتلې ده. دا چې حکومت ته هر منسوب د جګړې او سیاست په ډګر کې د کلونو تجربو خاوند دی، د دښمن دسیسې او پلانونه یې په مخه نشي اخیستلای او د امر منلو دود یې ژور په وینه کې اغښل شوی دی. دولت د داخلي اطاعت په توسط تر اوسه خپل سیاسي او نظامي ډګر متحد ساتلی.

    د افغان حکومت مخالفو ډلو او ټپلو(په عموم کې پاشلي او فاسد جبهات) د هر رنګه کوښښونو باوجود، ولس له اوسني حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ دی او هر کال د اسد په ۲۴مه د خپل ملاتړ اظهار په ښکاره ډول کوي. د تېرو کلونو په نسبت دا ځل ملت د خپل ملاتړ او احساساتو اعمار بې مثاله نړۍ ته وړاندې کړ.

    بل‌خوا ته د افغان حکومت مخالفین، منسجم حرکتونه او جبهې نه شي جوړولی، جنګ سالاران کمزوري او شیندلي پاتې دي. په افغانستان کې بېلابېل خلک، خپل او پردي ټول له یوه مخې تجربه شول او د هرچا واکمني تېره شوه، خو د تېر په پرتله دا لومړی ځل دی، چې د هېواد بشپړه جغرافيه له واحد مرکزي حکومت څخه کنټرولېږي، دغسې بې مخینې اتحاد او د مخالفینو شیندلی او منزوي حالت، له دوی د حرکت او خوځښت توان سلب کړی دی او خپله د افغان حکومت مخالفین په دې اعتراف کوي، چې د اوسني حکومت پر وړاندې هېڅ بدیل شتون نه لري، حتی دوی خپله هم بدیل نه دي.

    له هغه وخته چې افغانستان کې نوی حکومت(اسلامي امارت) واک ته ورسېد، مخالفین یې تر ډېره د سیاسي او پوځي منسجم بدیل پر ځای په شیندلي او منزوي حالت کې غوپه دي. بهر مېشتې تورې څهرې د ګډې اجنډا، رهبرۍ او عملي پلان له نشتوالي سره مخ دي. د مهاجرت او تبعید ژوند، د کورني ولسي ملاتړ کمزورتیا، د منسجم پوځي مشرتابه، مالي سرچینو او د بهرني ملاتړ نشتون هغه لاملونه دي، چې تش په نامه جبهې او مقاومتونه وپاشل شي. د دوی خپل منځي اختلافات خورا ژور دي، ځینې په بهرني ملاتړ تکیه کوي او له هغه پرته خپله ځان د خوځښت وړ نه بولي. ځینې نور چې څلور کاله یې پرله پسې پردۍ دروازې وټکولې، اوس دې حقیقت ته رسېدلي، چې نور مو څوک مرسته نه کوي او په ښکاره يې اقرار کړی چې اوسنی حکومت بدیل نه لري.

    د مخالفینو دریځونه مختلف او په ټکر کې دي؛ سمیع سادات له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ځان او ملاتړي یې په دوزخ کې ګڼلي او اعتراف کوي، چې امريکا یې نور عملي ملاتړ نه کوي، مګر بیا هم نوموړی د امریکا د مرستې تمه لري. محقق او د مقاومت مفسده جبهه بیا پاکستان ته ورور هېواد وایي او وخت نا وخت یې مرستې ته په قطار کې ولاړ وي، دا په داسې حال کې چې لا هم پر اوسني حکومت د پاکستان د ملاتړ تورونه پوري کوي.

    یو شمېر نور مخالفین پاکستان دښمن ګڼي، سیاستونه یې تر نیوکې لاندې نیسي او د افغانستان لپاره یې ناوړه ګاونډی معرفي کوي، ځینې بیا د پاکستان مخالفین دي، خو ځینې اړیکې ورسره پالي. د افغان حکومت هېڅ سیاسي مخالف د واحد دریځ درلودونکی نه دی، چې چېرته یې ښه وي هلته یې شپه وي. دغسې حالاتو له دوی څخه خپل خلک زړه توري، پر دوی بې باوره او وپاشل.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پنجشېر پریان ولسوالۍ کې د سرو زرو نوی کان تثبیت شوی
    راتلونکي مقاله افغان او قرغزستاني ډیپلوماټانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    ایا د اسلام اباد غونډه به غلام مخالفین ارام کړي؟

    8 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.