
د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې لس نویو شرکتونو فعالیت پیل کړ.
د غونډې په پیل کې د هرات والي شیخ اسلامجار د نویو فابریکو د فعالیت هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې له دې سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ورته مهال د هرات د کانونو او صنایعو خونې رئیس، عبدالناصر امین ویلي، چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د هرات صنعتی ښارګوټي کې د فعالو تولیدي فابریکو شمېر له ۱۲۰ څخه ۱۷۰ ته لوړ شوی دی.