
د ننګرهار ولایت مقام رسنیو دفتر وایي، چې په دغه ولایت کې يوه بهرنۍ تبعه مېرمن او د هغې افغان خاوند د اسلام پر مبارک دين مشرف شوي.
سرچینې زیاته کړې، دوی وړاندې عیسویت ته تبلیغ کاوه؛ خو په دې وروستيو کې يې د افغان علماؤ په غوښتنه د اسلام مطالعه پيل کړه او بالاخره يې د شهادت کلیمه وويله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه افغان سړی، د کاپيسا ولايت اصلي اوسېدونکی دی او ویلي یې دي، چې په ۲۰۱۰ کال کې عيسوي شو، چې بيا ده او مېرمنې يې خلک عيسويت ته بلل.
دوی ویلي، چې په خپله خوښه یې اسلام دین منلی او پاتې ژوند به د اسلام مبارک دين تر سيوري لاندې تېروي.