
د جګړه ييزو ګډو زدهکړو قومندانۍ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د اسلامي ملي اردو د بیلابیلو سرحدي قطعاتو (۱۱۰) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهيیزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو فوقالعاده پوځي زدهکړو څخه فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د جګړهيیزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ قومندان مولوي نصیبالله مدني او یو شمېر نورو مسؤولینو په خپلو ويناوو فارغ شویو منسوبينو ته د مشرانو د اطاعت، د سرحدونو د ساتنې او د لا زیاتو مسلکي زدهکړو د ترلاسه کولو سپارښتنې کړې دي.
په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو د سرحدي قوانینو، توپوګرافۍ، درنو او سپکو وسلو او جمع نظام په برخو کې مسلکي روزنه ترلاسه کړې ده.
د اسلامي ملي اردو فارغ شويو منسوبينو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی ښودلی دی.