
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.
بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې په دې ناسته کې ښاغلی متقي د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف وړاندې کوي.
د یادونې ده، چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره مسکو فارمټ کي د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.