
هارتس اسرائيلي ورځپاڼې په يوه اوږده تحليلي راپور کې د غزې تېرې دوه کلنې جګړې او په دې لړ کې د حماس غورځنګ د بريا عمده ټکي راخيستي او د پېغور په شکل یې ليکلي، چې نتنياهو له ۲۲ مياشتني ځنډ وروسته د خپلې واکمنۍ د شعارونو خلاف د منځني ختيځ څهره بدله نشوای کړای.
دې اسرائيلي ورځپاڼې ليکلي، چې که څه هم د اسرائيلي پوځ د دویم پړاو د وتلو جزئیات تر اوسه نه دي روښانه شوي؛ خو د جګړې عمومي انځور نه دی بدل شوی او بنیامین نتنیاهو، چې د فلسطین قضيې د ورکېدو خوبونه یې لیدل، نه یوازې دې هدف ته ونه رسېد، بلکې د جګړې پایله د حماس غورځنګ او فلسطینیانو د سیاسي حضور د بیا را ژوندي کېدو په بڼه راڅرګنده شوه.
هارتس ليکلي، چې دوه کاله وړاندې د حماس غورځنګ مشر یحیی سنوار د سرتېري برید په څېر د جګړې د پیل پرېکړه وکړه؛ خو له دوه کلونو سختې جګړې وروسته حماس غورځنګ لا هم د یوه منظم سازمان په توګه موجود ده.
راپور کاږي چې له سختې جګړې او زیانونو سره سره د حماس مشرتابه، تشکیلاتي نظم او ارتباطي جوړښت تر وروستیو شېبو پوري ساتل شوی او د حماس له منځه هېڅ غړی نه تښتېدلی، نه یې سیاله ډله جوړه شوې او نه یې د تسلیمۍ خپلسرې خبرې کړې دي.
هارتس ورځپاڼې د شنونکو له قوله ويلي، چې د حماس غورځنګ بقاء خپله یوه بریا ده، خو تر دې هم مهمه خبره دا ده، چې دغه غورځنګ له بحث سربېره د جګړې په اوږدو کې هم دوه سترې لاسته راوړنې لري.
اسرائيلي ورځپاڼې د حماس غورځنګ لومړۍ لاسته راوړنه د فلسطین قضيې په نړیواله کچه مطرح کېدل ګڼلي او په خبره یې حماس وتوانېده چې د فلسطین موضوع یو ځل بیا د نړۍ د سیاسي او ولسي اجنډا په سر کې ځای پر ځای کړي.
په راپور کې راغلي، چې د نتنیاهو هغه هڅې چې غوښتل یې فلسطین تجزیه کړي او عربي هېوادونو سره له هغوی پرته تړونونه وکړي، ناکامې شوې او اوس د فلسطین نوم د نړۍ په سیاست، رسنیو او مدني ټولنو کې بیا ژوندی شوی، او فلسطين سره نړیواله همدردي په بېسارې توګه زیاته شوې ده.
د اسرائيلو دې مشهورې ورځپاڼې د حماس غورځنګ دوهمه لويه لاسته راوړنه د اسرائیلي بندخونو خالي کېدل بللي او په خبره یې فلسطینیان په دې باور دي، چې د دوی خلک د «صهیونيستي دښمن» لخوا نیول شوي او شکنجه کېږي، نو د هغوی ازادي له هر ډول سیاسي یا نظامي بریا څخه مهمه ګڼل کېږي.
په نړيواله کچه سیاسي شنونکي دا اقدام د حماس غورځنګ لپاره یو تاریخي پیغام بولي، چې هغوی هر فلسطیني ته دا ډاډ ورکړی، چې که په هر جرم له اسرائيلو سره بندي شي، حماس غورځنګ به یې بېرته راخوشې کوي او همدا باور د دې غورځنګ لپاره د اوږدمهاله ملاتړ سرچینه ګرځېدلې ده.
هارتس ورځپاڼې د حماس غورځنګ د لاسته راوړنو سربېره د اسرائیلي رژيم ناکامیو ته هم کتنه کړې او وايي، چې اسرائيل د غزې له جګړې داسې راوځي لکه څنګه چې یو پخواني اسرائيلي پوځي چارواکي ویلي و «یو کوچنی کلی د هوايي ځواک درلودونکي قوت پر وړاندې بريالی شو.»
د اسرائيلي رژيم دې رسنۍ ليکلي، چې که څه هم اسرائيل لا هم د هوايي ځواک برلاسي لري؛ خو د سیاسي تدبیر په برخه کې کمزوری پاتې دی، د جګړې بریاوې یې لنډمهالې دي او د سیاسي لاسته راوړنې بڼه نه لري.
هارتس ورځپاڼې په پای کې ويلي، چې د جګړې تر ټولو څرګنده پایله دا ده چې د نتنیاهو د پايښت مفکوره ماته شوې، او د فلسطین مسئلې چې د ده په باور ورکه شوې وه، اوس له پخوا ډېر ځواکمنه بڼه غوره کړې ده.