
د مصر په شرم الشیخ ښار کې د فلسطین په اړه غونډه کې ټرمپ ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سلامۍ د ګڼو ازاديپلوه فعالانو له غبرګون سره مخ شوه، ډېرو خلکو د شهباز شریف دا اقدام د خندا وړ بللی او نوموړی یې ټرمپ ته پر چاپلوسۍ تورن کړی دی.
د ننګرهار ولایت د ورزش او بدني روزنې رئیس، عبدالسلام وزیروال پر خپلې فېسبوک پاڼې د شهباز شریف همدې کړنې ته په اشارې لیکلي، چې دومره ذلت د نړۍ د هر هېواد مشر ومني، ټول عمر به پاچا وي.
هغه وړاندې د پاکستان پر حاکم ګوند مسلم لیګ (ن) توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دغه ګوند سر لاري او ملاتړي غرور نه لري او نه یې خپل ملت سر لوړی خوښ دی.
ښاغلي وزیروال لیکلي: «کله یې په ریمنډ ډېوس د پنجاب په منځ کې خپل ولس وژلی وي، کله یې خپله خور عافیه په پیسو خرڅه کړې وي، کله ایمل کاسي خرڅوي، کله یې خپله خپل ملت وژلی وي او کله په داسې سلوټونو تر واک رسېدلي وي.»
ښاغلي وزیروال وړاندې د شهباز شریف یاده کړنه چاپلوسي بللې او ویلي یې دي چې «دا لنډه غر او پرېوتي بیا مونږ ته د هند سره په تعلق د خارجیت طعنې راکوي.»