
د صهیونیستي رژیم پوځ تائید کړه، چې د غزې جنوبي ښار رفح کې د نښتو پرمهال د یوه افسر په ګډون دوه پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د راپورونو لهمخې، رفح ښار کې د جګړې له پیل سره هم مهاله، صهیونیستي رژیم ټولې پولي وتړلې او د بشري مرستو مخه ونیوله، خو د ټرمپ تر فشار وروسته یې، دا پرېکړه بیرته واخیسته.
ټاکل شوې، چې نن غزې ته تلونکې رفح بندري لار پرانیستل شي او دغې تړانګې ته د مرستو لېږد بیا پیل شي.