د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په دې طرحو کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکیټ، د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې د لس پوړیز سوداګریز مارکیټ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پنځه پوړیز مارکیټ، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکیټ او د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکیټ جوړول شامل دي.
دغه راز په تائید شویو طرحو کې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ۲۰ پوړیزې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړول، د ننګرهار ولایت د مرکز جلا آباد ښار په وچ ډنډ سیمه کې د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړول او د هرات ولایت په اسلام کلا سوداګریز بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړول چې د اړتیا وړ ټول امکانات به ولري هم شامل دي.
د یادونې ده، چې یادې پرېکړې د ورړستۍ تصمیم نیونې په موخه د افغان حکومت د مشرتابه دفتر ته استول شوې دي.
hindukushpa.com/%d8%a7%d9%82%d…


