لسمه برخه
لیکوال: اسماعیل یعقوبي
د جمهوریت بې کفایته ادارې په خپلې کمزورۍ سربېره، د جنګ سالارانو او د ځان ټاکلیو سیاسي ګوندونو د مشرانو لپاره د ګمرکاتو او بندرونو د غصب زمینه برابر کړې وه. دوستم هم له دې کمزورتیاوو څخه په ګټه اخیستو توانېدلی و چې په حیرتان بندر کې خپل نفوذ پراخ او د هغه وخت ګمرکي عواید په خپل لاس کې واخلي.
د حیرتان بندر د مالي فساد اړخونه د «جګړې او سولې راپور ورکولو» مؤسسې (IWPR) په هغه راپور کې روښانه شوي چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په شاوخوا کې خپور شوی. په دې راپور کې په ځانګړې توګه د «Dostum Denies Hoarding Customs Cash» تر سرلیک لاندې د بلخ د ګمرک د مدیر محمد رحیم خبرې راوړل شوې چې وايي: «د دوستم له اجازې پرته، په حیرتان کې هېڅ نه ترسره کېږي». جالبه دا چې دوستم یوازې یو ځل شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د «حسن نیت» په نوم کابل ته لیږلې، خو نور ټول عواید ترې تم شول.
په حیرتان کې د عوایدو د غصب په دسترخوان یوازې دوستم نه و ناست، بلکې له نوموړي سره دوه نور جنګ سالارانو(محمد محقق او عطاءمحمد نور) هم د دې فساد برخه وال وو. د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې په ۱۳۹۱ل کال کې ادعا وکړه چې پنځه لویې د فساد دوسیې یې دې ادارې ته سپارلي دي، چې د دوستم، محقق او عطا محمد نور نومونه پکې راغلي. په دې دوسیو کې ویل شوي وو چې دې کسانو د ګمرګاتو عواید د خپلو تنظیمونو ترمنځ وېشلي.
د ګمرکي عوایدو پر لوټلو سربېره، باج او رشوت اخیستل هم د دوستم د کسانو د جېب ډکولو دوه نورې لارې وې. د دوستم ځواکونه په دې دوره کې له سوداګرو او موټر چلونکو څخه په لويه اندازه رشوتونه غوښتل. د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ادارې د ۲۰۱۸م کال د راپور له مخې، په حیرتان بندر کې سیستماتیکې باج ګیرۍ هر کال د افغانستان اقتصاد ته میلیونونه ډالر زیان رساوه. په هماغه کال کې د دوستم د ملاتړو له لوري د قیصاري د زنداني کېدو او له تبعید څخه د دوستم د راستنېدو لپاره د بندر موقت تړل کېدلو، افغانستان ته هره ورځ یو میلیون ډالر اقتصادي زیان رساوه.
د حیرتانو بندر چې کولی یې شو د افغانستان د ملي اقتصاد د ملا د تیر په څېر رول اداء کړي، د عبدالرشید دوستم او د هغه د ملګرو د نفوذ او حرص په سیوري کې، د هېواد په تاریخ کې د فساد یو له تر ټولو تورو مرکزونو څخه و. د دوستم له لوري د ګمرکي عوایدو غصب، بډې او باج اخیستلو یوازې د افغانستان اقتصادي بنسټونه کمزوري نکړل، بلکې د جمهوریت مشروعیت یې هم ټکنی کړ.
په دې ټوله موده کې نه یوازې د جمهوریت رژیم، بلکې امریکایي اشغالګرو هم د خپلو ګټو لپاره د دوستم په څېر بدنامو څهرو د فساد مخه و نه نیوله. په دې سربېره یې هره میاشت لویې پیسې هم ورته لیږلې. د معتبرو رسنیو د راپورونو له مخې، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۳م کال کې د رولینګ سټون مجلې په یوه مرکه کې ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالاتو(د غرب د استازي هېواد په توګه)، د افغانستان پخواني مارشال او د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته د میاشتې ۱۰۰ زره ډالر ورکول.
د حیرتان بندر سرنوشت د هغه رژیم د پاشلتیا یوه څرګنده نمونه وه چې ملت ته د خدمت په ځای، د جنګ سالارانو ترمنځ د سیالۍ او لوټ په ډګر بدل شوی و. په داسې حال کې چې افغانان د بې وزلۍ، بې کارۍ او نا امنۍ له لاسه ځورېدل، په شمال کې د واک پر ګدۍ ناستو واکمنانو د خلکو له وینو څخه لوړې ماڼۍ او خارجي بانکي حسابونه جوړ کړل. حیرتان یوازې یو سوداګریز بندر نه، بلکې د جمهوریت د اصلي څهرې هغه انځور و چې فساد او بې عدالتي اوج ته پکې رسېدلې وه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


