له څه مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوې دي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان پر خاوره تېری وکړ او افغانانو له پاکستان څخه سخت غچ واخیست. خو د دې پېښو په منځ کې، د افغانستان د نوي حکومت تښتېدلو مخالفینو او د پرځېدلي جمهوري نظام سیاستوالو د پاکستاني رژیم لوری ونیو، د خپلې خاورې د بې حرمتۍ او د پاکستان له خوا د خپلو هېوادوالو د وینو تویولو له امله یې لاسونه پړکول او «ژوندی دې وي پاکستان» شعارونه یې ورکول.
له دغو کسانو څخه دا ډول خاینانه چلند له تمې لیرې نه و. کله چې افغانستان د امریکا تر اشغال لاندې و، هر یوه له دې منفورو شخصیتونو، له هر هغه څه څخه چې په وس کې یې وو، له پردیو سره په همکارۍ کې درېغ و نه کړ او واک ته د رسېدو او د خپلو څوکيو د بقاء لپاره یې خپله خاوره او کړېدلی ملت په ډېرې کمې بیې وپلوره.
څه موده مخکې هم همدغو کسانو، په یوه غونډه کې چې له پاکستاني آی ایس آی سره یې لرله، د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژندله او له پاکستان څخه د امتیاز اخیستلو او د هغوی د جاسوسي ادارې د غلامۍ لپاره یې د افغانستان خاوره وپلورله.
د جمهوریت د پرځېدو په لومړیو ورځو کې، که څه هم دوی تمه لرله چې ډېری هېوادونه به دوی په غلامۍ ومني او د خپلو استخباراتي پروژو په لاره کې به یې وکاروي، خو د دغو کسانو بې کفایتي او پراخ فساد د دې لامل شو چې لږ هېوادونه دې کسانو ته د کارنده مهرو په سترګه وګوري.
اوس چې له افغانستان سره د تاجکستان اړیکې هم د ښه کېدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکې کې به دا دروازه هم د نوي حکومت پر مخالفینو وتړل شي، له دې امله د دغو کسانو لپاره یوازینی پاتې ځای پاکستان دی او تر بل هر وخت ډېر د تاریخ د کثافاتو کندې ته نږدې شوي دي.
نو د حیرانتیا خبره نه ده؛ که هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال یې ځانونه د پاکستان لومړۍ درجه دښمنان بلل، نن یې هماغه پاکستان ته پناه وړې او شپه او ورځ د پاکستاني رژیم د پلاستیکي او بې کفایته جنرالانو ستاینه کوي؛ د هغه رژیم چې خپل خلک یې ور څخه هېڅ ډول رضایت او خوښي نه لري.
دا ذلتناکه بدلون د دې نښه ده چې تښتېدلو ډلو نه یوازې له تېر څخه عبرت نه دی اخیستی، بلکې لا هم د پردیو له لارې واک ته د بېرته راتګ په فکر کې ژوند کوي. دوی فکر کوي چې پاکستاني استخباراتو ته په خوش خدمتۍ سره کولای شي چې د افغانستان په سیاست کې بیا ځای ومومي، خو له دې غافل دي چې د دې خاورې خلک نور د دوی په شعارونو نه غولېږي.
په حقیقت کې، د دغو کسانو خیانت یوازې له خاورې او ملت سره نه دی، بلکې د افغانستان له تاریخ او هویت سره یې هم جفاء کړې ده. دا کسان په داسې حال کې د دښمن د ښکاره تېري په وړاندې غلي پاتې شوه چې د افغانستان د خپلواک او ملي حکومت په وړاندې یې زهرجنه ژبه ښوروله؛ دا دوه مخی او ذلتناکه چلند ښیي چې استخباراتي تړاو دومره د دوی د وجود په تار او پود کې ریښې غځولي دي چې نور د خپلواک فکر کولو توان نه لري.
په دې ټولو سره، د افغانستان ملت په بیدارۍ سره د دا ډول خاینینو په وړاندې ولاړ دی. خلک اوس په ښه توګه پوه شوي چې د هېواد خپلواکي او اقتدار، یوازې د یووالي، ځان باورۍ او له پردیو څخه د خلاصون په سیوري کې ممکن دي. د دې خاورې تاریخ به هېڅکله خاینان ونه بښي او د افغانستان راتلونکی د مزدورانو لپاره نه، بلکې د هغو خلکو لپاره دی چې په سختو شرایطو کې یې هم خپل شرف، ایمان او وطن و نه پلورل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


