
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د افغان حکومت او د پاکستان پوځي رژیم ترمنځ مذاکراتو په اړه یوه مقاله کې ویلي، چې په افغانستان کې د «ټيټيپي» پر کنټرولولو د اسلاماباد ټینګار پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو ستونزه نه شي حل کولی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي رژیم دې د «ټيټيپي» ستونزه په کور دننه حل کړي.
اصف دراني زیاته کړې، چې د «تحریک طالبان پاکستان» ماتول یوازې د قبایلي سیمو د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له لارې شوني دي.
د دراني دغه څرګندونې د افغان حکومت هغه دریځ تاییدوي چې وایي، «ټيټيپي» د پاکستان داخلي ستونزه ده او د پاکستان پوځي رژیم له سیاستونو سره تړاو لري.

