
د اردن د اسلامي څېړنو د سلطنتي مرکز اړوند نړیوالې مجلې (The Muslim 500) د ۲۰۲۶م کال لپاره د نړۍ د تر ټولو ۵۰۰ اغېزمنو مسلمانانو کلنۍ درجهبندي خپره کړې ده.
په دې درجهبندۍ کې د افغان حکومت مشرتابه د نړۍ د تر ټولو ۵۰ اغېزمنو مسلمانانو په منځ کې ۴۳م مقام خپل کړی دی.
یاده مجله چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې هر کال خپرېږي، د اسلامي نړۍ د فکري، سیاسي، ټولنیزو او دیني شخصیتونو اغېز ارزوي او د هغوی لاستهراوړنې څېړي.
د مجلې په لیکنه کې راغلي چې د افغان حکومت مشرتابه یو زاهد، دیني عالم او هوښیار مشر دی، چې د هغه تر رهبرۍ لاندې په افغانستان کې عمومي امنیت ټینګ شوی، د اداري فساد کچه راټیټه شوې، د عوایدو راټولونه منظم شوې، او د کوکنارو کښت نږدې له منځه تللی دی.
په راپور کې زیاته شوې چې د افغان حکومت د مشرتابه د رهبرۍ پر مهال افغانستان د جګړې له اوږدې لسیزې وروسته د ثبات، نظم او د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو نوې مرحلې ته داخل شوی دی.
شنونکي وایي، د افغان حکومت مشرتابه ته د دې مقام ورکول د اسلامي نړۍ له خوا د افغانستان په اوسني نظم او د اسلامي نظام په حاکمیت یو ښکاره اعتراف دی.

