
د حوثیانو مشر عبدالملک الحوثي په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي، چې د فلسطین د مقاومت او غزې په ملاتړ یې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې یو زر ۸۳۰ عملیات ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ځواکونو یې ۲۲۸ بېړۍ په نښه کړي، ۲۲ MQ-9 امریکایي ډرونونه را غورځولي او پنځه الوتکې وړونکې بېړۍ یې له سیمې وتو ته اړې کړې دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې صهیونیستي رژیم او امریکا بیا پر یمن درې زره بریدونه کړي دي.
د حوثیانو مشر، عبدالمالک الحوثي پر اسلامي ملت غږ کړی چې صهیونیست رژیم هڅه کوي له منځني ختیځ لوی اسرائیل جوړ کړي، نو مسلمانان یې باید اهداف شنډ کړي او خپل ځواک پیاوړی کړي.

