Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه
    تورې څېرې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    صابر افغانصابر افغان12 نوومبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دوولسمه برخه

    د پرځېدلي جمهوریت په مهال، د افغانستان د ټولو جنګ‌سالارانو او حتی محلي زورواکانو یوه له تر ټولو ښکاره ناوړه کړنو څخه د دولت او آن د خلکو د شخصي ملکیتونه غصبول وو؛ هغه ځمکې چې د شرعي حق له مخې نه، بلکې د زور، نفوذ او فاسد نظام په مرسته د دې بدنامو کسانو لاس ته ورغلې وې.

    په دې کې شک نشته چې عبدالرشید دوستم هم د دې غاصبانو له قافلې شاته نه دی پاتې شوی، بلکې د خپلې بدنامې سابقې له مخې د دې کتار په سر کې ولاړ دی. د روانې لړۍ «په نقاب کې څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه» په دې برخه کې د هغو ځمکو او ملکیتونو کچې او شمېرو ته کتنه کوو چې د دوستم او د هغه د نږدې کړۍ له لوري په زور غصب شوي دي.

    لکه څرنګه چې دوستم د کورنیو ورانوونکو جګړو یو مهم لوبغاړی و، همداسې یې د دولتي او شخصي ځمکو په غصب کې هم ستر رول درلوده. د هېواد په شمال کې د زرګونو کورنیو بې ځایه کېدل او قومي کړکېچونو ته لمنه وهل، د دوستم د ناوړه کړنو د یو تر ټولو کرغېړن اړخ په توګه یادولی شو.

    د دوستم اجیرانو او وفادارو ځواکونو به د خپل قومي دریځ د پیاوړتیا او پراخېدو په موخه د خلکو کرنیزې، استوګنیزې او دولتي ځمکې نیولې او هلته به یې یې د اوسېدو ښارګوټي یا نظامي مرکزونه جوړول. د غصب دا لړۍ د هغه څه برخه وه چې وروسته «د جنګ‌سالارانو اقتصاد» ورته ویل کېده او د عدلیې وزارت د ۲۰۲۲م کال په راپور کې پرده ترې پورته شوې وه. په دې راپور کې راغلي وو چې د جمهوریت پر مهال تر یو میلیون جریبه ډېره ځمکه د زورواکانو له لوري غصب شوې وه.

    د غصب یو له تر ټولو پراخو او لومړنیو مواردو څخه د کابل په شیرپور، دشت برچي او د شمال په یو شمېر سیمو کې د ځمکو د غصب لړۍ وه چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۰ زیږدیز کال پورې یې دوام وکړ. په دې موده کې د دوستم ځواکونو او متحدینو د جمهوریت د بې‌ کفایته او فاسدو چارواکو د سترګو په وړاندې تر زر جریبه ډېرې دولتي ځمکې نیولې او د خپلو وفادارو کسانو لپاره یې ښارګوټي ورباندې جوړول.

    دغه کړنې په هغه وخت کې د هزاره‌ګانو او تاجکانو د بې‌ ځایه کېدو او بې کوره کېدو لامل شوې. د دې ادعا د پخلي لپاره یوې مشهورې ټلویزیوني شبکې په ۲۰۱۳م کال کې راپور ورکړی و چې د دوستم د قوماندانانو له لوري په سرپل ولایت کې ۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې، دا په کلیو کې د غصب د همدې لړۍ د دوام څرګندونه کوي.

    په همدې موده کې د سرپل او فاریاب کرنیزې ځمکې هم له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۵ زیږدیز کال پورې د دوستم او د هغه د اجیرانو د غصب موخه وې. د جنبش ګوند ملېشو د اسحاق‌زیو د قوم له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ جریبه ځمکه په زور ونیوله، په پایله کې یې شاوخوا ۵۰ کورنۍ د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوې.

    په ۲۰۰۷م کال کې د دوستم د ملېشو له لوري پر ځايي بزګرانو د ډزو راپورونه د دې پخلی کوي چې دوستمیانو غوښتل هغوی له خپلو کروندو څخه په زور وشړي. دا ډول غصبونه نه یوازې د سیمې د غذايي امنیت لپاره یو جدي ګواښ وو، بلکې د قومي تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شو او د افغانانو ترمنځ یې د توکم پالنې زړي کښت کول.

    په بلخ ولایت کې د دولتي ملکیتونو غصب بیا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال یعنې د جمهوریت تر وروستیو ورځو پورې د دوستم تر مشرۍ لاندې د جنبش ګوند له لوري روان و. په همدې موده کې له زر جریبه ډېرې دولتي ځمکې د ګوند د سیاسي او پوځي موخو لپاره نیول شوې وې، چې دې چارې د بل جنګ‌‌سالار او د جمیعت ګوند له مشر عطا محمد نور سره شخړې زیاتې کړې او د قومي نفاق اور یې لا پسې تود کړ.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏کابل کې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه
    راتلونکي مقاله بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د پوځي الوتکې پر لوېدو خواشینې ښودلې

    مربوطه لیکنې

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026

    د محقق سیاسي عذرنامه؛ مخالفین سیاسي ناتواني په شعارونو پټوي

    30 دسمبر 2025

    د معنوي بې‌معنیٰ منطق؛ څوک فرعوني سیاست کوي؟

    29 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.